اقتصادمهم خبرونه

د طالبانو وزیر: له ۸۰ هېوادونو سره مو اقتصادي او تجارتي اړیکې جوړې کړې دي

په داسې حال کې چې افغانستان له ژور اقتصادي بحران، پراخې بې‌کارۍ او مبهمې تجارتي راتلونکې سره مخ دی او خلکو ته اندېښنې پیدا شوي، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی ادعا کړې چې له ۸۰ هېوادونو سره اقتصادي او تجارتي اړیکې لري.

نوموړي دغه خبره پرون په کابل کې د امام ابوحنیفه د ملي او نړیوال نندارتون د پرانیستې پر مهال وکړه او زیاته یې کړه چې په هېواد کې روان اقتصادي حرکت به، د ده په وینا، «هیڅکله نه درېږي».

خو نړیوالو ادارو موندلې چې له طالبانو وروسته فقر او د خلکو د ژوند د شرایطو ستونزې په تېرو کلونو کې بې‌سارې کچې ته رسېدلي او خصوصي سکټور له زیربناوو د نشتوالي، صادراتو د محدودیت او د حکومتي ملاتړ له نشتوالي شکایت لري.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی همداراز له ایران سره د یوه توافق یادونه وکړه او ویې ویل چې دا توافق به بندر چابهار یو مؤثر ترانزیتي مسیر وګرځوي. عزیزی ټینګار وکړ چې د طالبانو د ادارې او د ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ د چابهار او میلَک له لارې د ترانزیتي لارو جوړولو ګډه اراده شته او دا لارې کولای شي نړیوالو سړکيزو او اورګاډي دهلیزونو ته واوړي.

نوموړي همداراز وویل چې د هوایي دهلیزونو د محدودیتونو د بیا کتنې هڅې روانې دي، او طالبانو د دې لپاره غونډې کړي چې د هېواد تاجران د مناسب کرایې الوتکو ته لاسرسی ومومي یا دا الوتکې واخیستل شي.

عزیزی ادعا وکړه چې دا اقدامات د افغان صادراتو د اسانتیا لپاره ترسره کېږي. خو د مدیریت د شفافیت نشتوالی، سیاسي بې‌ثباتي، او له نړیوالې ټولنې سره د رسمي تعامل نشتوالی دا ډول ژمنې د خلکو د اوسنۍ واقعي ژوند له حالاتو لرې ساتي.

سره له دې چې د هوایي دهلیزونو، پټلۍو، او له لسګونو هېوادونو سره د تجارتي اړیکو د پراختیا خبرې کېږي، د هېواد ډېری تاجران له سختو ستونزو سره مخ دي؛ لکه د پیسو د لېږد محدودیت، د قانوني تضمینونو نشتوالی، او بانکي موانع، چې طالبانو تر دې دمه ورته حل‌لاره نه‌ده وړاندې کړې.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button