امنیت او پېښېمهم خبرونه

په هلمند کې څلور کلن ماشوم له اتيا متري څاه ژوندى راويستل شو

قول اردو ۲۱۵ عزم چې د طالبانو د دفاع وزارت پورې اړه لري، اعلان کړی چې يو څلور کلن ماشوم له هغه وروسته وژغورل شو چې د هلمند ولايت د مارجې ولسوالۍ په يوه اتيا متري څاه کې لوېدلی و. د يادې ادارې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه د جمعې په ورځ رامنځته شوې وې او تخنيکي ټيم وکولای شول په شااوخوا يوه ګړۍ کې ماشوم له څاه څخه راوباسي. د مسئولينو په وينا، د ژغورنې عمليات د تخنيکي تجهيزاتو په مرسته ترسره شوي دي. رسمي سرچينو د دغه ماشوم روغتيايي حالت د قناعت وړ بللی دی. تر اوسه د دې په اړه چې ماشوم څنګه څاه ته لوېدلی، نور جزئيات نه دي څرګند شوي. په هلمند کې د ځينو کليوالو سيمو اوسېدونکي وايي، د خونديتوب له تدابيرو پرته د ژورو اوبو څاه‌ګانې يو جدي اندېښنه ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button