د کابل ښاروالۍ د ګرانفروشان پر ضد د نغدي جريمې راپورونه رد کړل

د کابل ښاروالۍ استازی نعمتالله بارکزی هغه راپورونه بېاساس وبلل چې په ټولنیزو شبکو کې د ګرانفروشان پر ضد د نغدي جريمې د لګولو په اړه خپاره شوي وو او ویې ويل، دغه اداره تر اوسه داسې پرېکړه نه ده کړې.
د بارکزي په وينا، د کابل ښاروالۍ له لوري د ګرانفروشیو د مواردو د څېړلو بهير د انضباطي اصولو له مخې ترسره کېږي، او دا مهال د سرغړونکو دوکانونو مهر او لاک کول پکې شامل دي. هغه زياته کړه، که چېرې سرغړونه تکرار شي، د دوکانونو مالکان عدلي او قضايي ادارو ته ورپېژندل کېږي.
په وروستیو مياشتو کې د کابل په یو شمېر سیمو کې د لومړنیو توکو د بیو لوړوالي د ښار اوسېدونکي اندېښمن کړي دي. له دې سره، د طالبانو اداره تر اوسه د بیو د نوساناتو د مهار او د بازارونو د مؤثرې څارنې لپاره روښانه او منظم پلان نه دی وړاندې کړی، بلکې زيات تمرکز یې په تنبیهي اقداماتو کړی دی.
ځینې اقتصادي شنونکي باور لري چې له ګرانفروشیو سره دوامداره مبارزه د منظمې څارنې، د نرخونو د ټاکلو په شفافیت او د بیو د لوړوالي اساسي لاملونو ته په رسیدګۍ پورې تړلې ده. دوی وايي، تمه کېږي د ښار مسؤلان د انضباطي اقداماتو ترڅنګ دې برخې ته هم جدي پاملرنه وکړي.




