په کندهار کې د ارغستان ۴۰۰۰ بستریز مرکز کې له ۱۱ زرو زیات معتادین درمل شوي

د طالبانو د ادارې چارواکو په کندهار کې ویلي، له هغه وخته چې د ارغستان ولسوالۍ د ۴۰۰۰ بستریز د نشې درملنې مرکز جوړ شوی، تر اوسه له ۱۱ زرو زیات معتادین درمل شوي او روغ شوي دي. د چارواکو په وینا، دا مرکز د هېواد له سترو د نشې د درملنې له مرکزونو څخه ګڼل کېږي.
عصمتالله یعقوبي، د کندهار د مخدره موادو پر ضد د مبارزې مدیر، ویلي چې په تېرو څلورو کلونو کې ۱۵ زره او ۷۰۰ معتادین دې مرکز ته انتقال شوي دي. د ده په وینا، له دې ډلې څخه له ۱۱ زرو زیات کسان د درملنې تر بشپړېدو وروسته رغېدلي، او نږدې دوه زره تنه لا هم تر درملنې لاندې دي.
چارواکي زیاتوي چې له درملنیزو خدمتونو سره یوځای، ديني، حرفوي او مسلکي زدهکړې هم ناروغانو ته برابريږي. دوی وايي، تر اوسه ۱۷۰۰ کسان د دغه مرکز له تعلیمي پروګرامونو فارغ شوي، څو له درملنې وروسته عادي ژوند ته ستانه شي.
د طالبانو د ادارې چارواکي ادعا کوي چې په جنوبي ولایتونو کې د کوکنارو کرکېله ډېره راکمه شوې او د نشې پر ضد د مبارزې او د معتادینو د درملنې بهیر چټک شوی دی. خو د دې ادارې وړاندې شوي شمېرنې د خپلواکو سرچینو له خوا نه دي تایید شوي، او کارپوهان تل ټینګار کوي چې د شفافیت، څارنې او د پایداره کاري فرصتونو رامنځته کول د بېرته اعتیاد مخنیوي لپاره اړین دي.




