د پاکستان پوځ د طالبانو اداره د بریدونو په مهارولو کې په ناتوانۍ تورنه کړه

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر وروسته له هغې یو بیان خپور کړ چې په بنو ښار کې خونړۍ نښته وشوه، او ویې ویل چې د طالبانو اداره نه ده توانېدلې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د بریدونو د ترسره کېدو مخه ونیسي. په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې «ترهګرانو» یو ځل بیا د افغانستان له خاورې د پاکستان پر وړاندې ګټه اخیستې ده.
پوځ همداراز ادعا کړې چې برید کوونکو په میاشتِ رمضان کې د دغه برید په ترسره کولو سره د دې سپېڅلې میاشتې حرمت تر پښو لاندې کړی دی؛ هغه کار چې د دوی په وینا ښيي چې دغه ډلې له اسلامي ارزښتونو سره تړاو نه لري.
په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې د «عزمِ استحکام» تر نوم لاندې د ترهګرۍ ضد عملیات به په پوره ځواک دوام ولري، او پاکستان به بې له دې چې د وسله والو جغرافیوي موقعیت ته پام وکړي، هغوی په نښه کړي.
پاکستان تر دې وړاندې هم څو ځله د طالبانو اداره تورنه کړې چې د هغو وسله والو ډلو په مهارولو کې پاته راغلې چې د افغانستان په خاوره کې مېشتې دي. خو د طالبانو اداره دا تورونه رد کړي او د پاکستان دننه ناامنۍ یې د دغه هېواد کورنۍ مسئله ګڼلې ده؛ هغه دریځ چې لا هم له نیوکو او جدي پوښتنو سره مخ دی، او د سیمې د امنیت په اړه د دې ادارې د مسئولیت په باب بحثونه راولاړ کړي دي.




