یونسکو: په نړۍ کې ۴۰ سلنه خلک د خپلې مورني ژبې په زدهکړو کې برخه نه لري

د مورني ژبې نړيواله ورځ؛ يونسکو وايي چې د ژبو ورو ورو ورکېدنه د نړۍ ژبنی تنوع له جدي ګواښ سره مخ کړې ده. دغه اداره ټينګار کوي چې اوس مهال د نړۍ ۴۰ سلنه وګړي هغه زدهکړو ته لاسرسی نه لري چې د دوی د کارونې يا د هغوی د پوهېدو وړ ژبې په توګه وړاندې کېږي.
د مورني ژبې نړيواله ورځ په ۱۹۹۹ کال کې د يونسکو عمومي کنفرانس لهخوا ومنل شوه او له ۲۰۰۰ کال راهيسې هر کال په بېلابېلو هېوادونو کې لمانځل کېږي. د دې ورځې هدف د ژبو د ساتنې ارزښت څرګندول او د څوژبني زدهکړو د ودې هڅونه ده.
يونسکو باور لري چې کلتوري او ژبنی تنوع د دوامدارو ټولنو د رامنځته کولو بنسټيز رول لري. دا سازمان د خپلې دندې په چوکاټ کې هڅه کوي هغه کلتوري او ژبني توپيرونه وساتي او ملاتړ يې وکړي چې زغم، متقابل احترام او ګډ ژوند پياوړی کوي.
په هغه اعلاميه کې چې د دې ادارې لهخوا خپره شوې، راغلي چې سره له دې چې ګڼه ستونزې شته، خو د څوژبني زدهکړو په برخه کې، په ځانګړي ډول د لومړنيو زدهکړو په پړاو کې، پرمختګونه شوي دي او د مورني ژبې په زدهکړو د نړيوالې پوهې کچه لوړه شوې ده.
خالد العناني، د يونسکو عمومي رئيس، د دې ورځې په مناسبت ويلي چې دغه اداره غواړي د ژبو د راتلونکو نسلونو ته د لېږد لپاره زياتې پانګونې وشي، او ځوانان د حل لارې په محور کې ځای پر ځای کړي. هغه ټينګار کړی چې ژبنی تنوع د سولې، انساني کرامت او ټولنیز ګډون ستن ده، او هېڅ غږ بايد د بشريت له ګډ روايت څخه حذف نه شي.
افغانستان هم د څوژبني او څو فرهنګي جوړښت له امله د مورنیو ژبو د ساتنې او پیاوړتيا د اهمیت څرګند بېلګه بلل کېږي، چې د ګډ ژوند او عادلانه زدهکړې د لاسرسي د ټينګېدو لپاره مهم رول لري.




