اقتصادمهم خبرونه

د افغانستان صادرات په میزان میاشت کې ۲۷۰ میلیونه ډالرو ته لوړې شوې

د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د روان کال په میزان میاشت کې د هېواد د صادراتو ارزښت تر ۲۷۰ میلیونه ډالر اوښتی دی. دا شمېر د تېرې میاشتې یعنې سنبلې پرتله ۴۵ میلیونه ډالر زیاتوالی ښيي.

د دې ادارې ویاند، حلیم رافع، ویلي چې د سنبلې میاشتې صادرات شاوخوا ۲۲۹.۸ میلیونه ډالر وو، خو دا رقم په میزان کې ۲۷۴.۹ میلیونو ډالرو ته لوړ شوی دی. دغه صادرات ډېر تر ډېره هند، پاکستان، ترکیې او متحده عربي اماراتو ته شوي دي.

له بلې خوا، د میزان میاشتې واردات هم راکم شوي او نږدې ۱.۱۶۸ میلیاردو ډالرو ته رسېدلي، حال دا چې د سنبلې میاشتې واردات ۱.۲۳۲ میلیارد ډالر وو. دا کموالی ۶۴.۲ میلیونه ډالر برابریږي.

که څه هم صادرات زیات شوي، خو افغان تاجران اوس هم له سترو ستونزو سره مخ دي؛ لکه له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تړل، بانکي اسانتیاوو نشتوالی او د ترانسپورت برخې ستونزې. دغه خنډونه لا هم د هېواد د صادراتي ظرفیت بشپړ ګټور استعمال مخه نیسي.

وسیم صافي، د کرنې او مالدارۍ خونې اجرائیوي رییس، وایي چې اروپا او امریکا بازارونو ته د صادراتو د پراختیا لپاره باید له تولیده تر چمتو کولو پوري دقیق پلانونه جوړ شي. هغه د داخلي تولیداتو د پروسس پر ارزښت ټینګار کړی، څو د صادراتي توکو کیفیت غوره شي.

قطب‌الدین یعقوبي، اقتصادي کارپوه، هم وړاندیز کړی چې په هېواد کې د بسته‌بندۍ پانګونه کولی شي د افغان تولیداتو ارزښت لوړ کړي او نوي نړیوال بازارونه ورته پیدا کړي.

اخوا، که څه هم د طالبانو اداره هڅه کوی چې اقتصادي شمېرې تمه بښوونکې وښيي، خو کارپوهان خبرداری ورکوي چې که بنسټیزې او سیاسي ستونزې حل نه شي، د صادراتو دا ډېرښت نشي تضمین کېدای.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button