اقتصاددوهم سرلیکمهم خبرونه

فاو په افغانستان کې د بزګرۍ کاروبارونو ته د بې‌برخې مرستو د نوم‌ليکنې لړۍ پيل کړه

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره (فاو) په افغانستان کې اعلان کړی چې د بې‌برخې تطبیقي مرستو د ترلاسه کولو د نوم‌ليکنې بهیر د بيړني خوړو خونديتوب د پروګرام په چوکاټ کې پيل شوی دی. دغه مرستې د نړيوال بانک له خوا تمويلېږي او د دې لپاره تر شپږ ميليونه ډالرو پورې بوديجه ځانګړې شوې ده.

د فاو په وينا، د دې پروګرام هدف په هېواد کې د فعالو کرهڼيزو کاروبارونو ملاتړ کول او د خوړو خونديتوب پياوړتيا ده؛ هغه برخه چې په وروستيو کلونو کې له پراخو اقتصادي او اقليمي ننګونو سره مخامخ شوې ده.

د خپرو شوو معلوماتو له مخې، د ښځو تر مشرۍ لاندې نوې سوداګرۍ (سټارټ‌اپونه)، کوچني توليدي ډلې او کوچنۍ او منځنۍ کرهڼيزې شرکتونه د مستحقو غوښتونکو په ډله کې راځي. فاو ټینګار کړی چې دا اقدام کولای شي د توليدي فعاليتونو د دوام او پياوړتيا سبب شي.

دغه پروژه درې جلا کړکۍ لري چې هره يوه يې د بې‌برخې تطبیقي مرستو ځانګړې شرايط، مالي ارزښت او تخنيکي غوښتنې لري. د فاو له خوا د انتخاب معيارونو او د غوښتنلیک د سپارلو په اړه نور جزئيات هم وړاندې شوي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button