د زلنسکي نوم د اپستين په دوسیو کې د یادېدو ادعا وکړه

ويکتور مدودچوک، د «بلې اوکراين» غورځنګ مشر او د دغه هېواد پخوانی چارواکی ادعا کړې چې د اوکراين د ولسمشر ولوديمير زلنسکي نوم د جفري اپستين په دوسيو کې له ۵۰ زيات ځله ياد شوی دی. د ده په وينا، دا موارد د انسان قاچاق او په اوکراين کې د فساد له قضيو سره تړاو لري.
د ريا نووستي خبري اژانس د مدودچوک له قوله راپور ورکړی چې د دغو ادعاوو تر څنګ، يو شمېر کسان چې د اوکراين ولسمشر ته نژدې بلل کېږي، د مالي فساد له تورونو سره هم مخ دي. تر اوسه د اوکراين رسمي چارواکو د دغو ادعاوو په اړه هېڅ علني غبرګون نه دی ښودلی.
له بلې خوا، د آلمان «برلينر زايتونګ» ورځپاڼې تر دې وړاندې په يو راپور کې ليکلي و، که د زلنسکي د نژدې کسانو د فساد نوې قضيه را برسېره شي، د ده د استعفا احتمال شته. په دغه راپور کې ويل شوي چې زلنسکي د فساد ضد شعارونو سره واک ته ورسېد، خو نيوکه کوونکي باور لري چې هغه د فساد په مهار کې له جدي ننګونو سره مخ دی.
دغه راپور دا هم ادعا کوي چې د ولسمشر ځينې ملګري او نژدې کسان، آن د رسمي دندو له نه لرلو سره سره، د پرېکړو په بهير کې ونډه لري. له دې وړاندې د اوکراين د فساد ضد ملي دفتر د انرژۍ په برخه کې د فساد په تور د اوو کسانو پر ضد د تورليک د صادرېدو خبر ورکړی و؛ يوه قضيه چې ښيي د فساد ضد مبارزه لا هم په دغه هېواد کې يوه مهمه سياسي ستونزه ده.




