په کندز کې د ۵۴ میلیارد افغانیو د استوګنی ښارګوټي د جوړېدو پلان اعلان شو

د امارتي شرکتونو ریاست اعلان کړی چې په کندز ولایت کې به د ۵۴ میلیاردو افغانیو په ارزښت یو ستر استوګنی ښارګوټی جوړ شي. د دې ریاست په وینا، دغه پروژه به د ښاري پراختیا او د استوګنې وزارت له منظورۍ او اداري کړنلارو د بشپړېدو وروسته عملي پړاو ته داخل شي.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، دغه ښارګوټی به د کندز ښار اړوندو سیمو کې په شاوخوا ۱۵۰ جریبه ځمکه کې جوړېږي. چارواکو ویلي، د دې طرحه د نړیوالو معیارونو له مخې چمتو شوې ده.
کندز د هېواد د شمال ختیځ زون له مهمو ولایتونو څخه شمېرل کېږي، چې تل له ښاري بنسټیزو او استوګنیزو ستونزو سره مخ دی. له دې سره، د طالبانو اداره تر اوسه د بودجې د تأمین، د استوګنیزو نمرې د وېش لارې او د پروژې د شفافیت د څار میکانیزم په اړه جزئیات نه دي وړاندې کړي؛ دا هغه موضوع ده چې د چارو پوهان او د سیمې اوسېدونکي یې پر شفافیت تل پوښتنې راپورته کوي.
د دې طرحې د عملي کېدو په صورت کې تمه کېږي چې د کندز ښاري بڼه بدله شي، خو د دې بریا به د شفاف تطبیق، تخنیکي معیارونو رعایت او د اوسېدونکو عادلانه لاسرسي پورې تړلې وي.




