د طالبانو د امر بالمعروف وزیر د شیعه علماوو کمیسیون له غړو سره لیدنه کړې

شیخ محمد خالد حنفي، د طالبانو د امر بالمعروف، نهی عنالمنکر او د شکایتونو د اورېدو وزیر، پرون د افغانستان د شیعه علماوو د عالي کمیسیون له یو هیئت سره په کابل کې کتنه وکړه. د طالبانو د ادارې په وینا، د دې کتنې موخه د شیعه مېشتو سیمو د خلکو ستونزو ته غوږ نیول او د همغږۍ پیاوړتیا وه.
حنفي په دې ناسته کې وویل، په دې باور دی چې «بهرني کړۍ» هڅه کوي چې د مسلمانانو ترمنځ اختلافات رامنځته کړي، خو د هغه په وینا، «مسلمانان باید د یووالي له لارې د اسلامي نظام ریښتینی انځور نړۍ ته وښيي.» هغه زیاته کړه چې د طالبانو مسؤلین د خلکو «خدمتګاران» دي او خلک کولای شي خپلې شکایتونه په آزاده توګه مطرح کړي.
سره له دې چې وزیر د خلکو د شکایتونو اورېدو او د ستونزو د حل خبرې کوي، خو د بشري حقونو څارونکي ادارې تر دې وړاندې ځل-ځل د مذهبي اقلیتونو، په ځانګړي ډول شیعه ټولنې، پر وړاندې د جوړښتي تبعیض په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي؛ یوه موضوع چې د طالبانو په رسمي خبرو کې واضحه تګلاره نه لري.
په دې ناسته کې محمدعلي اخلاقي، د شیعه علماوو د عالي کمیسیون مشر، د خپل کمیسیون فعالیتونه تشریح کړل او د امر بالمعروف وزارت له ځینو اقداماتو یې ملاتړ اعلان کړ. هغه ادعا وکړه چې شیعه ټولنه د دې وزارت له موخو سره، چې د دیني ارزښتونو ترویج دی، همغږې ده.
که څه هم چې د شیعه ټولنې ځینې غړي په ورته ناستو کې ګډون کوي، خو لا هم د مذهبي آزادۍ، سیاسي ګډون او مدني حقونو په برخه کې پراخ محدودیتونه پر ځای پاتې دي. همداراز له دې لږکیز مذهب سره د چلند د ښهوالي لپاره تکراري ژمنې تر دې دمه کوم روښانه بدلون نه دی راوستی.




