اقتصادمهم خبرونه

له فراه بندر څخه ۴۶ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته صادره شوه

د معیار او کیفیت ریاست اعلان کړی چې ۴۶ ټنه بې‌کیفیته ګادر اوسپنه، چې د فراه بندر له لارې هېواد ته راوړل شوې وه، د کورنیو معیارونو سره د نه‌سمون له امله بېرته صادرونکي هېواد ته استول شوې ده.

دغه اداره په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یاده محموله له هر اړخیزې ارزونې او د کیفیت د دقیق کنټرول له پړاوونو وروسته غیرمعیاري وپېژندل شوه. د مسوولینو په وینا، ازموینو ښودلې چې دغه اوسپنه د هېواد د ساختماني موادو له ټاکل شوو معیارونو سره مطابقت نه لري.

د معیار او کیفیت ریاست مسوولینو ټینګار کړی چې د ساختماني موادو د کیفیت څارنه په ټولو بندرونو کې په شفاف، منظم او جدي ډول ترسره کېږي او هېڅ مال ته چې د وګړو روغتیا له خطر سره مخ کړي، د داخلېدو اجازه نه ورکول کېږي.

سره له دې، د ساختماني سکتور یو شمېر فعالانو تل د ازموینو د پایلو او ارزول شوو معیارونو د لا ډېرو جزییاتو د خپرېدو غوښتنه کړې، څو د کیفیت د کنټرول بهیر د سوداګرو او خلکو لپاره د ارزونې او حساب ورکونې وړ وي. د فراه بندر د هېواد په لوېدیځ کې یو له مهمو تجارتي لارو ګڼل کېږي، چې د ساختماني موادو یو ستره برخه د همدې لارې واردېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button