اقتصادمهم خبرونه

په خوست کې سل کروندګرو ته د سور عناب نیالګي ووېشل شول

د طالبانو د حکومت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویلي چې په خوست ولایت د صبري (یعقوبي) او تڼیو په ولسوالیو کې سل کروندګرو ته د سور عناب نیالګي وېشل شوي دي. د دې وزارت په وینا، د دغې چارې موخه د کروندګرو د عوایدو زیاتوالی او په دې سیمو کې د باغدارۍ پیاوړتیا ده.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، هر کروندګر ته ۴۰ د سور عناب نیالګي او ۶ کیلوګرامه کیمیاوي سرې ورکړل شوې دي. مسؤلینو ویلي، دا مرسته د کرنیزو محصولاتو د ملاتړ او د کروندګرو د کورنیو د اقتصادي وضعیت د ښه والي په هدف ترسره شوې ده.

په وروستیو کلونو کې د سور عناب کر د خوست په ځینو سیمو کې ښه نتایج ورکړي، او له همدې امله د کروندګرو لېوالتیا د دې نیالګي د کرلو په اړه زیاته شوې ده. خوست د هېواد له ختیځو ولایتونو څخه دی، چې مناسبه هوا یې د بڼوالۍ او د عناب په څېر د ځینو باغي مېوو د ودې لپاره ښه زمینه برابروي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button