د ژمي يخنۍ او سختې لوږې د افغانستان د ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي، چې د ژمي سړې هوا او د خوارځواکۍ بحران د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د ماشومانو حالت اندېښمن کړی دی. دغه اداره زیاتوي چې ډېر شمېر ماشومان د هېواد په بېلابېلو برخو کې له سختې خوارځواکۍ سره لاس او ګرېوان دي، او ګڼ شمېر کورنۍ حتّی د کافي خوراکي موادو لاسرسی نهلري.
د یونیسف د مخابراتو رئیس دانیل تیمه، چې نورستان ولایت ته یې سفر کړی، ویلي دي چې د دغه ولایت اوسېدونکي په ډېرو مواردو کې له سختې خوراکي نشتوالي سره مخ دي. د هغه په وینا، ماشومان په دغو سیمو کې تر ټولو زیانپذېر دي او د شدیدې خوارځواکۍ ګڼ شمېر پېښې پکې ثبت شوې دي.
یونیسف د دغو حالاتو د مقابلې لپاره د نورستان اړمنو کورنیو ته نغدې مرستې، خوراکي توکي او د ژمي تودې جامې وېشلې دي. نورستان د افغانستان له غرنیو او یخو ولایتونو څخه دی چې اوسېدونکي یې د ژمي پر مهال له جدي ستونزو سره د تګ راتګ او روغتیایي خدمتونو په برخه کې مخ کېږي.
په ورته وخت کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) هم خبرداری ورکړی، چې افغانستان د ماشومانو د سختې خوارځواکۍ له بحران سره مخ دی. دغه بنسټ ټینګار کړی چې د نړیوالو مرستو کمښت لامل شوی، څو میلیونه ماشومان او د هغوی کورنۍ له کافي خوراکي موادو او درملنې خدمتونو بېبرخې پاتې شي.
دا په داسې حال کې ده چې نړیوالو ادارو څو ځله په افغانستان کې د بشري وضعیت د ژر سمون غوښتنه کړې، خو د طالبانو اداره تر دې دمه نهده توانېدلې چې د کورنیو لپاره د دوامدارې معیشت، روغتیایي خدمتونو او غذایي امنیت زمینه برابره کړي. د دغه وضعیت دوام، په ځانګړي ډول د ژمي پر مهال، د خوارځواکۍ د لا ډېری پراخېدو او د ماشومانو د ژوند د ګواښ زیاتېدو لامل ګرځي.




