شاوخوا درې سوه بېرته راستانه شوې کورنۍ د قندوز په خېمو کې ژوند تېروي

نږدې درې سوه افغان کډوالې کورنۍ چې تازه له پاکستان څخه راستانه شوې دي، د قندوز ولايت د سردورې په سيمه کې د مناسب سرپناه او لومړنيو اسانتياوو له نشتوالي سره، د خېمو لاندې ژوند کوي. د دغو کورنيو د ژوند شرايط د اندېښنې وړ بلل کېږي او له سختو لومړنيو ستونزو سره مخ دي.
د سيمې اوسېدونکي وايي، دغه کورنۍ له بېرته راتګ وروسته په داسې ساحه کې مېشتې شوي چې د دايمي ژوند لپاره اړين بنسټونه نه لري. د مناسب کورونو نشتوالی، د څښاک اوبو محدوده لاسرسی او د نورو بنسټيزو اسانتياوو کمښت، د دوی ورځنی ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
قندوز د هېواد له شمال ختيځ ولايتونو څخه دی چې په وروستيو کلونو کې له ګاونډيو هېوادونو څخه د کډوالو د بېرته ستنېدو له څپو سره مخ شوی دی. د پاکستان له لوري د کډوالو د ايستلو او اجباري بېرته ستنېدو له زياتېدو سره، د بېرته راستانه شوو کورنيو لپاره د سرپناه او بنسټيزو خدمتونو برابرول تر بل هر وخت ډېر مهم شوي دي.
په داسې حال کې چې د طالبانو اداره ډېر ځله د بېرته راستانه شوو کډوالو د وضعيت د سمون لپاره د چمتووالي خبره کړې، خو د سلګونو کورنيو دوامداره ژوند د خېمو لاندې دا ښيي چې د سرپناه او لومړنيو اسانتياوو د برابرولو عملي او ژرني اقدامات لا هم په مؤثره توګه نه دي ترسره شوي. شنونکي ټينګار کوي چې د دې حالت ژر تر ژره سمول يو عاجل انساني اړتیا ده.




