په پاکستان کې د امنیتي عملیاتو پر مهال له سل زیات افغانان نیول شوي

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د دغه هېواد امنیتي چارواکي وايي چې د اسلاماباد او څلورو نورو ولسوالیو په پراخو امنیتي عملیاتو کې له سل زیات افغان وګړي چې د استوګنې اسناد نه لري، نیول شوي دي. دغه عملیات د راولپېنډۍ، اټک، جهلم او چکوال ښارونو ته هم غځېدلي دي.
د چارواکو په وینا، له دوو زرو زیات امنیتي ځواکونه په دې عملیاتو کې برخه لرله او لټونونه په جوماتونو، بازارونو او اوسېدیزو سیمو کې زیات شوي دي. رسمي سرچینو د دې اقدام هدف د هغو کسانو پېژندنه بللې چې قانوني اسناد نه لري او یا «مشکوک» ګڼل کېږي.
پاکستاني چارواکو خبرداری ورکړی چې هغه افغانان چې د قانوني استوګنې اسناد نه لري، باید ژر تر ژره خپل اسناد رسمي کړي، که نه نو له قانوني تعقیب سره به مخ شي. پاکستان په وروستیو کلونو کې د بېاسناده کډوالو پر وړاندې سخت دریځ غوره کړی دی.
په همدې مهال، د طالبانو د کډوالو چارو وزارت څو ځله له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول له پاکستانه غوښتي چې له افغان کډوالو سره د بشري اصولو پر بنسټ چلند وکړي. خو د افغان کډوالو د نیولو او شړلو زیاتوالي ښودلې چې د طالبانو د ادارې دیپلوماتیکې هڅې د بهر مېشتو افغانانو د امنیت او حقونو په تامین کې لا تر اوسه څرګندې پایلې نه دي ورکړې.




