فرانس۲۴: پاکستان د نشهيي موادو د مصرف او صادارت مرکز ګرځي

د فرانس۲۴ د یوه راپور له مخې، پاکستان چې تر دې مخکې یې د نشهيي موادو د ترانزیت د مسیر رول درلود، اوس د دې موادو د مصرف او صادارت په یو لوی مرکز د بدلیدو په حال کې دی. د راپور په اساس، د سیمې وروستیو بدلونونو د دې سبب شوی چې د نشهيي موادو اړوند فعالیتونه د پاکستان دننه زیات شي.
په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو د ادارې هڅې د افغانستان دننه د نشهيي موادو د کر او قاچاق پر ضد، له هغو عواملو څخه دي چې د دې موادو بازار یې د پولو هاخوا، په ځانګړي ډول په پاکستان کې، تود کړی دی. د سرچینو په وینا، دا حالت د دې سبب شوی چې د نشهيي موادو اړوند برخې فعالیتونه د پاکستان خاورو ته انتقال شي.
د راپور له مخې، د پاکستان بلوچستان ایالت او ځینې نورې سیمې د تریاکو د سوداګرۍ د پراخېدو او د نشهيي موادو د کورني مصرف د زیاتوالي شاهدان دي. ویل کېږي، میلیونه کسان د دغه هېواد د دې پدیدې له اغېزو متاثره شوي دي.
سرچینې زیاتوي چې اوس مهال په پاکستان کې میلیونه تنه د روږديتوب له ستونزې سره لاس او ګرېوان دي او د دې پدیدې پراخېدل کولای شي د دغه هېواد پر اقتصاد او د خلکو پر روغتیا جدي اغېزې ولري.
دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې له دې مخکې هم په یو شمېر ګاونډیو هېوادونو او همدارنګه په سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو کې، یو شمېر پاکستاني وګړي د نشهيي موادو د قاچاق په تور نیول شوي دي.




