یونیسف: د معیاري ټولګیو جوړولو د زدهکوونکو د زدهکړې کیفیت ښه کړی

تاجالدین اویوالی، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازی په افغانستان کې ویلي، چې د معیاري درسي ټولګیو جوړول لامل شوي څو ماشومان په یو خوندي او مناسب چاپېریال کې زدهکړه وکړي او د هغوی د زدهکړې کچه ښه شي. د ده په وینا، معیاري درسي فضا په مستقیم ډول د ښوونې د کیفیت په لوړولو کې اغېز لري.
اویوالی د پنجشنبې په ورځ، د دلوې په دېرشمه، په خپل ایکسپاڼه لیکلي چې پخوا ډېر زدهکوونکي په خېمو کې زدهکړه کوله؛ خېمې چې په دوبي کې ډېرې تودې او په ژمي کې ډېرې سړې وې. ده زیاته کړه، په ځینو مواردو کې تر ۸۰ زدهکوونکي په یوه ټولګي کې ناست وو، چې دا حالت د زدهکړې بهیر له جدي ستونزو سره مخ کاوه.
د یونیسف د استازي په وینا، دا مهال د دغه بنسټ او د هغه د شریکانو په ملاتړ د نویو ټولګیو په جوړېدو سره، زدهکوونکي کولای شي په ښه او مناسب حالت کې زدهکړه وکړي. ده ټینګار کړی: «کله چې شرایط ښه کېږي، ماشومان ښه زدهکړه کوي.»
یونیسف تر دې وړاندې هم خبرداری ورکړی و، چې د افغانستان د ښوونې سیسټم په بحراني وضعیت کې دی، او تر ۹۰ سلنې ډېر ۱۰ کلن ماشومان د یو ساده متن د لوستلو توان نه لري. دغه شمېرې د هېواد د ښوونې او روزنې په برخه کې ژور خنډونه څرګندوي.
له هغه وروسته چې د طالبانو اداره بیا واک ته رسېدلې، د افغانستان د ښوونې سیستم له پراخو ستونزو سره مخ شوی. په ډېرو ولایتونو او ولسوالیو کې ښوونځي د معیاري ودانیو، درسي وسایلو او لومړنیو امکاناتو له کمښت سره مخ دي، او د نجونو پر زدهکړه لګېدلې محدودیتونه د ټولنې د یوې لویې برخې د زدهکړې حق محدود کړی دی.
د ښوونې د برخې کارپوهان باور لري، چې د دغو محدودیتونو دوام او د مسلکي ښوونکو کمښت به د ځوان نسل راتلونکې له جدي ګواښ سره مخ کړي. دوی ټینګار کوي چې د طالبانو اداره باید د زدهکړې حق، په ځانګړي ډول د نجونو لپاره، ته ځوابوېونکي وي او د برابرې لاسرسي زمینې برابرې کړي.




