مهم خبرونهنړیوال

پاکستان د طالبانو له لوري د خپلو درېیو سرتېرو د خوشې کېدو تائید ونه کړ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، تر اوسه یې د هغو درېیو پوځي سرتېرو د خوشې کېدو رسمي تائید نه‌دی کړی چې د طالبان حکومت د هغوی د ازادېدو ادعا کړې ده. د دې وزارت ویاند ټینګار وکړ چې اسلام‌اباد لا هم د دغو سرتېرو د برخلیک په اړه د کره معلوماتو د ترلاسه کېدو په انتظار کې دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، طاهر اندرابي، د اونیزې خبري ناستې پر مهال وویل، تر هغه چې د هر پاکستاني سرتېري د خوشې کېدو بشپړ او د باور وړ تائید ترلاسه نه‌شي، هېواد به و نه‌شي کولای په دې اړه وروستۍ څرګندونې وکړي. نوموړي زیاته کړه چې څېړنې په دې اړه دوام لري.

له دې وړاندې د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، اعلان کړی و چې درې پاکستاني سرتېري چې د ده په وینا، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر پر ۱۲مه، د دیورند کرښې په اوږدو کې د نښتې پر مهال نیول شوي وو، د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت او د سعودي عربستان په منځګړیتوب ازاد شوي دي. د طالبانو حکومت همدارنګه ادعا کړې چې دغه کسان د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې سعودي پلاوي ته سپارل شوي دي.

خو د پاکستان له لوري د رسمي تائید نشتوالی د دې بهیر او د نیول شویو کسانو د دقیق وضعیت په اړه پوښتنې راولاړې کړې دي. د طالبانو ادارې تر اوسه د دې سرتېرو د حالت او د هغوی د سپارلو څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي.

دا پرمختګ په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د کابل او اسلام‌اباد اړیکې د باجوړ او نورو پولو سیمو کې تر وروستیو نښتو او بریدونو وروسته خورا کړکېچنې شوې دي. د ورته پېښو دوام او د معلوماتو روڼتیا نشتوالی د دواړو خواوو د امنیتي او دیپلوماتیک وضعیت پېچلتیا نوره هم ډېروي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button