د بريتانيا د پاچا ورور پرنس اندرو د جفري اپستين له قضیې سره تړاو په تور نيول شوی

اندرو مونتباتن وينزر، د بريتانيا د پاچا ورور، د پنجشنبې په ورځ د دولتي دندې پر مهال د ناوړه چلند په شک ونيول شو. راپورونه څرګندوي چې دا اقدام د هغه د فعاليتونو د پلټنې په لړ کې شوی چې د بريتانيا د سوداګرۍ استازي په توګه يې ترسره کړي وو.
د بريتانيا د رسنيو د راپورونو له مخې، دا دوسيه له هغو ادعاوو سره تړاو لري چې ګواکې وينزر د بريتانيا د ځانګړي استازي په توګه د سوداګرۍ او پانګونې په چارو کې، هغه اسناد جفري اپستين ته سپارلي چې ښايي محرم وي. اپستين مخکې د جنسي جرمونو په تور محکوم شوی و.
اندرو وينزر له ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۱ کال پورې د بريتانيا د حکومت د ځانګړي استازي په توګه د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې دنده ترسره کړې وه. د هغه ماموريت د اقتصادي اړيکو پراخول او د بريتانيا لپاره د پانګونې جذب بلل شوی و.
د بريتانيا چارواکو تر اوسه د پلټنو د بهير او وړاندې شویو تورونو په تړاو نور جزئيات نه دي خپاره کړي.




