اقتصادمهم خبرونه

په دايکنډي کې د ۱۴۱ ميليونه افغانيو په لګښت ۲۵ انکشافي پروژې پلې شوې

د دايکنډي د کليو بيا رغونې او پراختيا رياست مسوولينو اعلان کړی چې د روان کال له پيل راهيسې تر اوسه ۲۵ انکشافي پروژې د دې ولايت په بېلابېلو سيمو کې عملي شوې دي. د دې ادارې په وينا، د دغو پروژو ټول لګښت شاوخوا ۱۴۱ ميليونه او ۸۰۰ زره افغانۍ جوړوي.

رحمت‌الله وفا، د دې رياست د نشراتو مسوول، ويلي چې دا پروګرامونه د اوبو رسونې شبکو جوړول، کرنيزې پروژې، او د ترانسپورټي برخې اړوند طرحې شاملوي. د ده په وينا، دا پروژې د سيمه‌ييزو اوسېدونکو د ژوند د ښه والي په موخه په دايکنډي ولايت کې عملي شوې دي.

د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، د پاکو څښاک اوبو برابرول، د وچکالۍ پر وړاندې مبارزه، او د خلکو د تګ راتګ اسانول د دغو عامه ګټو پروژو اصلي موخې بلل شوې دي. دايکنډي چې د هېواد له غرنیو او مرکزي ولايتونو څخه شمېرل کېږي، په وروستيو کلونو کې د زيربناوو او د اوبو د سرچينو له کمښت سره مخامخ پاتې شوې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button