مهم خبرونهنړیوال

روسیې د امریکا د اټومي ازموينو د نقض ادعاوې رد کړې

کرملين د امريکا هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې روسيه او چين د اټومي چاودنیزو ازموينو څو لسيزه توقف يې مات کړی دی. کرملين ټینګار وکړ چې مسکو او پکن لا هم خپلو ژمنو ته وفادار دي.

د کرملين وياند ديميتري پسکوف په مسکو کې د يوې خبري ناستې پر مهال وويل، د واشنګټن لخوا شوي ادعاوې «سمې نه دي» او نه روسيه او نه چين د اټومي ازموينو د بنديز له تړونه سرغړونه کړې ده. د هغه په وينا، پکن هم دا تورونه په کلکه رد کړي دي.

پسکوف زياته کړه چې مسکو د امريکا له متحده ايالتونو سره د همکارۍ لېوالتیا لري، خو د واشنګټن له لوري لګېدلې بنديزونه د دواړو هېوادونو تر منځ اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د پراختيا مخه نيسي. نوموړي دا بنديزونه «غيرقانوني» وبلل او ويې ويل چې د همکارۍ لپاره ګڼې احتمالي پروژې شته، خو د دغو اړيکو بيا راژوندي کول د هغوی د پلي کېدو شرط دی.

د کرملين وياند همدارنګه د کوبا پر ضد د امريکا د سون‌توکو د محاصرې په اړه وويل چې روسيه له کوبا سره مهمې دوه‌اړخيزې اړيکې لري او هڅه کوي دا اړيکې په بېلابېلو لارو نوره هم پياوړې کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button