په باميان کې د بېرته راستنو شوو کورنيو لپاره ۳۰ نوي کورونه ووېشل شول

د باميان ولايت د ښار جوړولو او مسکن رييسانو ويلي چې په دغه ولايت کې د مهاجرينو په ښارګوټي کې ۳۰ بېرته راستنېدونکو کورنيو ته نوي کورونه ورکړل شوي دي. دا کورونه د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي مرسته جوړ او مستحقو کورنيو ته سپارل شوي دي.
د چارواکو په وينا، د دغه پروژې د جوړېدو لپاره ټول ټال ۱۳۲ زره امريکايي ډالره لګښت شوی دی او د هر استوګنيز واحد د جوړېدو بيه ۴ زره او ۴۰۰ ډالره اټکل شوې ده.
هر کور دوه خونې، يوه د دهليز برخه، يوه پخلنځی او دوه تشنابونه لري. دا کورونه د باميان په هغه ځانګړي ښارګوټي کې جوړ شوي چې د بېرته ستنو شوو مهاجرينو لپاره ځانګړی شوی، څو د دوې د دايمي استوګنې زمينه برابره شي.
باميان د هېواد له مرکزي ولايتونو څخه دی چې په وروستيو کلونو کې يې د يو شمېر بېرته راستنو شوو کورنيو کوربه توب کړی او د دغو کورنيو لپاره د استوګنې برابرول يو بنسټيز اړتيا بلل کېږي.




