طالبان له بدخشان د سرو زرو د کانونو د ساتنې لپاره زر نوې سرتېري استوي

د بدخشان د طالبانو د ادارې والي اعلان کړی چې د هبتالله اخندزاده په لاسليک سره زر تنه نوي جنګيالي دې ولايت ته استول کېږي، ترڅو د سرو زرو د استخراج شرکتونو د ساتنې مسؤليت پر غاړه واخلي. د نوموړي په وينا، دغه ځواک د پانګونو د امنيت د تامين او د کانونو د استخراج د بهير د تنظيم لپاره جوړ شوی او ټاکل شوې ده چې ډېر ژر خپل فعاليت پيل کړي.
اسماعيل غزنوي په يوه مرکه کې ويلي چې د بدخشان په کانونو کې د پانګونې زياتوالی منظم مديريت او امنيت ته اړتيا لري. هغه زياته کړه چې د همدې موخې لپاره د ځانګړې ځواک د جوړېدو وړانديز شوی او تخنيکي چارې يې په بشپړېدو دي.
دغه پرېکړه په داسې حال کې شوې چې يو شمېر د بدخشان اوسېدونکي د قراردادونو د نه شفافيت او د سرو زرو د بېمهاره استخراج له امله اندېښنه څرګندوي. دوی وايي، اوسني فعاليتونه د چاپېريال د ويجاړتيا او د طبيعي سرچينو د زيان سبب ګرځېدلي او د ځايي ټولنو لپاره ټاکلې برخه په پام کې نه ده نيول شوې.
د طالبانو د ادارې والي ټينګار وکړ چې د کانونو عوايد د طالبانو ادارې پورې اړه لري، خو ژمنه يې وکړه چې دغه عوايد به د عام المنفعې پروژو، په ځانګړي ډول په بدخشان کې، مصرف شي. سره له دې، لا تر اوسه د دغو عوايدو د لګښت څرنګوالي او د نظارت ميکانيزم په اړه جزئيات نه دي وړاندې شوي.
په وروستيو مياشتو کې د ځايي خلکو او د طالبانو له اړوندو د سرو زرو د استخراج شرکتونو ترمنځ په ځينو سيمو کې ناندرۍ راپور شوي دي. د زيرمو د کانونو، په ځانګړي ډول د سرو زرو، استخراج په بدخشان او تخار ولايتونو کې چټک شوی او سلګونه شرکتونه په شمالي ولايتونو کې بوخت دي.
د طالبانو د ادارې د کانونو او پټروليم وزارت ويلي چې شاوخوا سل زره کسان په مستقيم او غير مستقيم ډول د بدخشان د سرو زرو په کانونو کې کار کوي. د دې وزارت په وينا، دغه فعاليتونه د شهربزرګ، ياوان، کوهستان، راغستان، خواهان او ارغنجخواه په ولسواليو کې روان دي—هغه سيمې چې د بدخشان د سرو زرو د زېرمو زياته برخه په کې موقعيت لري.




