په هلمند کې د قاچاقي درملو یوه زېرمه وموندل شوه او له منځه يووړل شوه

د طالبانو د ادارې چارواکي په هلمند ولايت کې وايي، چې د ګرشک په ولسوالۍ کې یې د قاچاقي درملو او توکو یوه زېرمه موندلې او له منځه وړې ده. د دوی په وينا، دغه زېرمه د بېکیفیته او غیرقانوني درملو د ساتلو ځای و.
د محلي چارواکو په وینا، ټاکل شوې وه چې دا توکي د رمضان میاشتې له رارسېدو سره یوځای بازار ته وړاندې شي. دوی د درملو د کمي او د اړونده کسانو د هویت په اړه تفصيلي معلومات نهدي ورکړي.
د بېکیفیته او قاچاقي درملو بازار ته داخلېدل تل د هېوادوالو لپاره یوه جدي اندېښنه پاتې شوې، په ځانګړي ډول د لوړې تقاضا په موسمونو لکه د رمضان په میاشت کې. د درملو پر بازار د مؤثرې او شفافې نظارت نشتوالی په تېرو کلونو کې د اوسېدونکو او روغتيايي کارپوهانو له لوري څو ځله تر نيوکې لاندې راغلی، او له طالبانو غوښتنه شوې چې د دې ډول پېښو د مخنيوي لپاره روښانه او مسؤل ميکانيزمونه جوړ کړي.




