هندي پانګهوال د افغانستان د قيمتي ډبرو د نندارتون د جوړولو ليوالتيا څرګنده کړه

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، يو هندي تاجِر د افغانستان د قيمتي ډبرو د نندارتون د جوړولو او د دوا جوړونې په برخه کې د افغان او هندي سوداګرو ترمنځ د اړیکو ټينګولو ليوالتيا څرګنده کړې ده.
د ياد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزير نورالدين عزيزي له هندي سوداګر انکوش سټانا او د هغه له مل پلاوي سره ليدلي دي. په دې لیدنه کې سټانا ويلي، چمتو دی چې د افغانستان د قيمتي ډبرو د نندارې لپاره يو ځانګړی نندارتون دننه په هېواد کې جوړ کړي او هممهاله د دوايي محصولاتو په برخه کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو د همکارۍ زمينه برابره کړي.
په خبرپاڼه کې د دغه هندي سوداګر له قوله زياته شوې چې آلمان د پلاستيکي کثافاتو څخه د ډېرو اندازه ډيزلو د توليد ټېکنالوژي تر لاسه کړې او دی تيار دی دا ټېکنالوژي افغانستان ته ولېږدوي. د دې طرحې د عملي ميکانيزم او احتمالي پانګونې د کچې په اړه زيات جزئيات نه دي خپاره شوي.
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزير له دغو وړانديزونو هرکلی کړی او ويلي يې دي چې افغانستان د پانګونې لپاره مناسب فرصتونه لري او د هېواد خصوصي سکتور د بهرنيو پانګهوالو د همکارۍ لپاره چمتو دی. خو اقتصادي کارپوهان تل ټينګار کوي چې د دوامدارو پانګونو د جلبولو لپاره، د طالبانو له ادارې څخه شفافيت، قانوني تضمينونه او د اقتصادي پاليسيو ثبات ضروري دی.




