پاکستان د افغانستان د ترانزیتي مالونو د کراچۍ بندر ته د لېږد اجازه ورکړه

د پاکستان چارواکو اعلان کړی چې د افغانستان ترانزیتي مالونو ته، چې له څو میاشتو راهیسې د چمن او کوټې په ښارونو کې بند پاتې وو، اجازه ورکړل شوې چې د بیا صادرېدو لپاره د کراچۍ او قاسم بندرونو ته انتقال شي. دا پرېکړه د پاکستان د فدرالي عوایدو ادارې لهخوا په رسمي ډول اعلان شوې ده.
د دغې ادارې د خبرپاڼې له مخې، ټول بند پاتې توکي د «بیا لېږد» په پروسه کې د کراچۍ او قاسم بندرونو ته استول کېږي، او دا به د ګمرکونو د ادارو تر څارنې لاندې عملي کېږي. دا پرېکړه وروسته له هغې رامنځته شوه چې د تېر کال د میزان میاشتې د نښتو له امله، د افغانستان او پاکستان ترمنځ مهمې لارې وتړل شوې او د افغانستان ترانزیتي سوداګري له د کراچۍ له لارې عملاً ودرېده.
د نوې لارښوونې پر بنسټ، هغه سوداګریز توکي چې په چمن او کوټه کې پاتې دي، د ګمرکي اصولو له مخې او د ګمرک کارکوونکو تر څارنې لاندې کراچۍ ته لېږدول کېږي. هغه ټرانسپورتي شرکتونه چې جواز لري، مکلف دي لومړی رسمي غوښتنلیک وړاندې کړي، او بیا به هر کاروان چې له ۱۵ باروړونکو لاريو جوړ وي، د یو ګمرکي کارمند په ملتیا وخوځېږي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترانزیتي سوداګرۍ اوږده وقفه د دواړو هېوادونو سوداګرو ته د پام وړ مالي زیانونه اړولي دي. د افغانستان یو شمېر تاجران مخکې ویلي وو چې د مالونو بندېدل په بندرونو او ترانزیتي لارو کې، د دوی پانګه میاشتو لپاره کنګل کړې او ورباندې اضافي لګښتونه ورسېدلي دي.
تمه کېږي چې د دې پرېکړې له عملي کېدو سره، پر سوداګرو اقتصادي فشارونه کم شي او د جنوبي لارې د سوداګرۍ بهیر، چې د افغانستان د ازادو اوبو ته د رسېدو له مهمو لارو څخه شمېرل کېږي، بېرته فعاله شي.




