مهم خبرونهنړیوال

شهباز شریف د غزې د سولې بورد په غونډه کې ګډون کوي؛ پاکستان د طرحې یوه برخه رد کړه

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف به د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کوربه‌توب، د «غزې د سولې بورد» د غړو هېوادونو په لومړۍ غونډه کې ګډون وکړي. خو اسلام‌اباد اعلان کړی چې د دغې طرحې یوه برخه، په ځانګړي ډول هغه برخه چې د حماس د وسلو د تسلیمۍ سره تړاو لري، نه منل کېږي.

د پاکستان د حکومت د رسمي دریځ له مخې، د دغه هېواد پوځ به یوازې د سولې د ساتنې د ماموریت په چوکاټ کې برخه واخلي او د حماس د وسلو په بې‌وسله کولو کې به شامل نه وي. پاکستاني چارواکو ټینګار کړی چې هر ډول احتمالي ګډون به یوازې د څارنې او د سولې د ساتنې تر کچې محدود وي.

په همدې حال کې، راپورونه ښیي چې تر دې مخکې له دې چې احتمالي پاکستاني ځواکونه د یوې نړیوالې ځواک په بڼه غزې ته واستول شي، اسلام‌اباد به د «د غزې نړیوال د سولې ځواک» (ISF) ماموریت، موخې، صلاحیتونه او قومانده په هر اړخیز ډول وڅېړي.

دا پرمختګونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په پاکستان کې د دغه هېواد د ګډون د احتمالي پرېکړې په اړه پراخ منفي غبرګونونه ښودل شوي دي. یو شمېر مذهبي او سیاسي ګوندونو دغه اقدام د اسرائیل سره د مستقیمې همکارۍ په توګه ګڼلی او ورسره یې مخالفت څرګند کړی دی.

د ټرمپ د وړاندیز شوې طرحې له مخې، ټاکل شوې چې د غزې د بیا رغونې او اقتصادي پیاوړتیا لپاره یو ګډ چوکاټ جوړ شي چې د اسلامي هېوادونو د څارنې رول پکې شامل وي، او پاکستان ته هم بلنه ورکړل شوې چې دې بهیر ته ورسره یوځای شي. سره له دې چې اسلام‌آباد د پروګرام ټولې برخې نه دي منلې، تر اوسه واشنګټن د پاکستان د نوي دریځ په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو د بورد غړي هېوادونه به د منشور د موادو پابند وي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button