مارشال دوستم د رمضان په مناسبت د ظلم د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه

مارشال عبدالرشید دوستم، د افغانستان د جنبش ملي اسلامي ګوند مشر او بنسټګر، د مبارک رمضان د میاشتې د را رسېدو په مناسبت د افغانستان خلکو ته مبارکي ويلې ده او هیله یې څرګنده کړې چې له ظلم او ستونزو وروسته، ملت وکولای شي خپل برخلیک په خپلواکه توګه وټاکي.
هغه په خپل پیغام کې رمضان د الهي مېلمستیا میاشت، د دروني بدلون فرصت او د مسلمانانو د ایمان د پیاوړتیا وخت بللی دی او ټینګار یې کړی چې دغه میاشت کولای شي د یوې له ستونزو ډکې ټولنې لپاره د هیلو او ارامتیا سرچینه شي. د ده په وینا، رمضان د مناجات، دعاوو د منلو او د الهي نعمتونو د ترلاسه کولو وخت دی.
د افغانستان د جنبش ملي اسلامي ګوند مشر د هېواد پر روانو کړاوونو او ننګونو د خبرو پر مهال له خدایه غوښتي چې د افغانستان خلک له اوسنۍ سخته حالته تېر شي. دا په داسې حال کې ده چې له هغه وخت راهیسې چې د طالبانو اداره بېرته واک ته رسېدلې، ښاروندان په بېلابېلو برخو کې له ټولنیزو او اقتصادي محدودیتونو او فشارونو سره مخ دي.
دوستم همدارنګه د ټولنې د بېلابېلو قشرونو ترمنځ د یووالي او همدردۍ پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د برخلیک بدلون رامنځته کوونکي پرمختګونه په لاره دي. هغه د خپل پیغام په پای کې ویلي: «ظلم دوام نه لري او راتلونکی زموږ د ملت دی.»




