اوچا: شاوخوا ۱۷.۴ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی چې د رمضان د میاشتې له رارسېدو سره هممهاله، شاوخوا ۱۷.۴ میلیونه کسان په افغانستان کې له سختې لوږې سره لاس او ګرېوان دي او ټولټال ۲۱.۹ میلیونه کسان د خپل ژوند د دوام لپاره پر بشري مرستو تکیه لري.
اوچا د پنجشنبې په ورځ، د دلوې په ۳۰مه، په یوه پيغام کې ویلي چې میلیونونه هغه کډوال چې له ګاونډیو هېوادونو بېرته راستانه شوي، د هغو کورنیو ترڅنګ چې له طبیعي پېښو زیانمنې شوې دي، اړ دي خپل کورونه او ژوند له سره جوړ کړي، خو د کافي امکاناتو نشتون له ستونزو سره مخامخ کړی دي.
په دغه پيغام کې راغلي دي: «په دې د رمضان میاشت کې، چې میلیونونه کسان روژه نیسي او د افطار خواړه له نورو سره شریکوي، راځئ چې هغه ۲۱.۹ میلیونه افغانان هېر نه کړو چې بشري مرستو ته اړتیا لري.»
اوچا تر دې وړاندې د افغانستان د اړمنو خلکو د ملاتړ لپاره د ۱.۷۰ میلیارده ډالرو بودیجې غوښتنه کړې وه. خو د اقتصادي بحران دوام، د کار او ټولنیزو فعالیتونو پراخ محدودیتونه، او د طالبانو تر واک لاندې د عایداتي فرصتونو کمښت د کورنیو زیانمنتیا نوره هم زیاته کړې ده.
په عین حال کې، د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکي وايي چې د رمضان له پیل سره یو ځای د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي، یو څه چې د ټیټ عاید لرونکو کورنیو اقتصادي فشار دوه برابره کړی او د خوړو د خوندیتوب اندېښنې یې زیاتې کړې دي.




