سویډن د کډوالو د بېرته ستنېدو د چټکولو لپاره ۷۰ میلیونه کرون ځانګړې کړې

د سویډن حکومت اعلان کړی چې ۷۰ میلیونه کرون به د نړیوالې کډوالۍ سازمان (IOM) ته ورکړي، څو د کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر، په ځانګړي ډول د افغانستان، سوریې او سومالیا له هیوادونو څخه، ګړندی شي. دا پرېکړه د بېرته ستنېدو د کچې د لوړولو او د ناقانونه کډوالۍ د کمولو په موخه عملي کېږي.
د سویډن تلویزیون (SVT Nyheter) د دې هیواد د کډوالۍ وزیر یوهان فورشل له قوله راپور ورکړی چې دغه بودیجه به د عراق، سومالیا، ازبکستان، افغانستان، سوریې، تونس او لیبیا له هیوادونو د کډوالو د بېرته ستنېدو د میکانیزمونو د پیاوړتیا لپاره وکارول شي. د هغه په وینا، یوازې یوه برخه د پناه غوښتونکو د ساتنې د مستحقو په توګه پېژندل کېږي.
فورشل ویلي چې دا مهال یوازې یوه درېیمه برخه پناه غوښتونکي رښتینې د ملاتړ مستحق دي، خو د بېرته ستنېدو بهیر له ستونزو سره مخ دی. هغه ټینګار کړی چې یو شمېر کسان د بېرته تګ لیوالتیا نه لري، او په ځینو مواردو کې د بېرته ستنېدو پلي کول هم اسان نه دي.
د سویډن د کډوالۍ وزیر په وینا، دا ستونزې کله ناکله د هویت د قانوني اسنادو د نشتوالي یا د اصلي هېواد د داخلېدو د اجازې د نه شتون له امله رامنځته کېږي. هغه زیاته کړې چې د دې بودیجې یوه برخه کولای شي د هویت د تثبیت او د ادارې وړتیاوو د جوړېدو لپاره وکارول شي.
همدارنګه، د بېرته ستنېدونکو لپاره د لومړنیو شرایطو برابرول، لکه سرپناه، خواړه او روغتیایي خدمتونه، د دې مالي مرستې د مصرف له نورو برخو شمېرل شوي دي. نړیواله کډوالۍ سازمان د هغو بنسټونو له ډلې څخه ده چې د کډوالۍ بهیرونه اداره کوي او په ګڼو هیوادونو کې د رضاکارانه بېرته ستنېدو او بیا ادغام پروګرامونه عملي کوي.




