سياستمهم خبرونه

د طالبانو مشر د دیني مبلغینو د فعالیت لپاره نوی قانون تصویب کړ

د طالبانو د ادارې مشر یو نوی قانون تصویب کړی چې د دیني مبلغینو د بلنې او فعالیت څرنګوالي په اړه دی. دا قانون په دوو څپرکو او ۱۷ مادو کې تنظیم شوی او د دې له مخې به ټول تبلیغي فعالیتونه د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت تر څارنې لاندې تر سره کېږي.

په دغه قانون کې د مبلغینو لپاره ځانګړې شرایط ټاکل شوي دي. د قانون له مخې، مبلغ باید د حنفي مذهب پلوی وي، د بلوغ عمر ته رسېدلی، عاقل وي او پر موضوع بشپړه پوهه ولري. همدارنګه، په إخلاص، زغم او ښې چلند باندې ټینګار شوی دی.

د قانون له مخې، مبلغین کولای شي د تبلیغ لپاره له بیلابیلو لارو لکه وینا، د ښه اخلاقو له لارې بلنه، د جهادي تېرې یادونه او همدارنګه له ټولنیزو شبکو، راډیو، مجلو او کتابونو څخه استفاده وکړي. خو د ژوندي موجوداتو د انځورونو کارول په دغو وسایلو کې منع شوي دي — یوه محدوده چې کېدای شي د دوی د رسنیزو فعالیتونو د کچې کمېدو لامل شي.

په بلې برخې کې راغلي چې د تبلیغي ډلو غړي د بلنې پر وخت اجازه نه لري ښځې او نابالغ ماشومان له ځان سره یوسي. دا ډول پراخ محدودیتونه ښيي چې د طالبانو اداره هڅه کوي دیني او ټولنیزې چارې خپلې مرکزي کنټرول لاندې وساتي؛ یو اقدام چې د شنونکو په باور، کولی شي د هېواد پر فردي ازادیو او مذهبي تنوع اغېز ولري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button