د افغان خبريالانو د برازیل د ویزې د انتظار له امله اندېښنې زیاتې شوې

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (AMSO) ویلي، یو شمېر افغان خبريالان چې د امنیتي ګواښونو له امله له هېواده وتلي دي، دا مهال په ایران او پاکستان کې په بلاتکلیف حالت کې دي او د برازیل د بشردوستانه ویزې د ترلاسه کولو په تمه دي. د دې ادارې په وینا، یاد خبريالان د خپلو مېشتو هېوادونو لهخوا د اجباري ایستلو له خطر سره مخ دي.
له هغو معلوماتو سره سم چې دې سازمان ته رسېدلي دي، د اداري بهیر اوږدیدل، د ویزې د ورکولو روښانه مهالویش نهشتون او د دوسیو د برخلیک مبهم وضعیت پر دغو خبريالانو سخت ذهني او بدني فشارونه وارد کړي دي. ډېری له دوی وروسته له هغې هیواد پرېښود چې د طالبانو اداره بیا پر افغانستان واکمنه شوه او د خپلو رسنیزو فعالیتونو له امله له مستقیمو ګواښونو سره مخ شول.
د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان د برازیل له حکومته او د دې هیواد له دیپلوماتیکو استازولیو غوښتي چې د افغان خبريالانو د بشردوستانه ویزې دوسیې ژر او په شفاف ډول وڅېړي او د ویزې د ورکړې د مرحلو او مهالویش په اړه کره معلومات وړاندې کړي.
دغه اداره همدارنګه له نړیوالو رسنیزو او بشري حقونو سازمانونو غوښتنه کړې چې د هغو خبريالانو د خوندیتوب او چټک انتقال لپاره عملي ګامونه واخلي، چې له خطر سره مخ دي. د یاد سازمان په باور، په داسې حال کې چې د افغانستان دننه پر رسنیو بندیزونه زیات شوي، د ګواښ لاندې خبريالانو بیړنی ملاتړ یو ګډ نړیوال مسؤلیت دی.
د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان ټینګار کړی چې د بیان ازادي او د خبريالانو خوندیتوب د نړیوالې ټولنې اساسي ارزښتونه دي او هېڅ خبريال باید د خپل مسلکي دنده له امله له دوامدار ګواښ، فشار یا بلاتکلیفۍ سره مخ نه شي.




