سياستمهم خبرونه

د پاکستان د دفاع وزیر: که له افغانستان امنیتي ګواښونه دوام وکړي، هوايي بریدونه امکان لري

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف ویلي چې که له افغانستانه امنیتي ګواښونه دوام ومومي، اسلام‌اباد د هوايي بریدونو له ترسره کولو ډډه نه کوي. هغه د چهارشنبې په ورځ، د سلواغې په ۲۹مه، له یوه فرانسوي رسنۍ سره په مرکه کې ادعا وکړه چې په افغانستان کې فعاله وسله‌والې ډلې په پاکستان کې د پوله‌پارو بریدونو تر شا دي.

آصف ادعا وکړه چې دا ډلې د افغانستان له خاورې د خپلو عملیاتو د تنظیم او عملي کولو لپاره کار اخلي. د ده په وینا، ځینې کړۍ په کابل او نوي ډېلي کې له هغو ډلو سره اړیکې لري چې د پاکستان دننه هدفونه په نښه کوي.

د پاکستان د دفاع وزیر همدارنګه د هغو بندې شویو ډلو د حضور ادعا وکړه، چې په منځ کې یې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او داعش ډلې یادې شوې دي. ده زیاته کړه چې دغه ډلې لا هم د سیمې د ثبات لپاره ګواښ ګڼل کېږي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو اداره مخکې څو ځله ټینګار کړی چې د افغانستان له خاورې د بل هېواد پر ضد کار نه اخیستل کېږي، خو سیمه‌ییزې اندېښنې لا هم موجودې دي.

آصف د خپلو خبرو په بله برخه کې د اسلام‌اباد او نوي ډېلي ترمنځ ترینګلو اړیکو ته هم اشاره وکړه او خبرداری یې ورکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نښتې احتمال لا هم شته. پاکستان او هند، چې دواړه د هستوي وسلو لرونکي هېوادونه دي، په تېرو کلونو کې د پولو او سیاسي کړکېچونو شاهدان پاتې شوي، هغه مسئله چې د سیمې د ثبات په اړه اندېښنې زیاتوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button