ټولنهیزمهم خبرونه
د ملک سلمان خیریه بنسټ په پنځو ولایتونو کې د ۱۲۴ ټنو خرماوو وېش پیل کړ

د ملک سلمان خیریه بنسټ د ۱۲۴ ټنو خرماوو د وېش لړۍ د کابل، کاپیسا، پروان، لوګر او میدان وردګو په ولایتونو کې پیل کړې ده. ټاکل شوې ده چې دا اندازه خرما څلور زره اړمنو کورنیو ته په یادو ولایتونو کې ووېشل شي.
مسوولین وايي، دغه مرستې به د یوه کورني خیریه بنسټ او همدارنګه د طالبانو تر ادارې لاندې د شهیدانو او معلولینو او د کډوالو چارو له وزارتونو سره په همکاري مستحقو کورنیو ته ورسېږي.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، د دې پروګرام مشمولې کورنۍ هغو کسانو ته ځانګړې شوې دي چې اړین وضعیت لري، د شهیدانو پاتې کسان، معلولین او د کډوالو یو شمېر کورنۍ پکې شاملې دي. د دې اقدام موخه د راتلونکو میاشتو په درشل کې له زیانمنو کورنیو سره د خوړو ملاتړ ښودل شوی دی.




