ټولنهیزمهم خبرونه
د ملک سلمان خیریه بنسټ له خوا په پنځو ولایتونو کې د ۱۲۴ ټنه خرما وېش پيل شو

د ملک سلمان خیریه بنسټ د ۱۲۴ ټنه خرما د وېش بهیر په کابل، کاپيسا، پروان، لوګر او ميدان وردګو ولایتونو کې پيل کړی دی. ټاکل شوې ده دا اندازه خرما په دغو ولایتونو کې څلور زره اړمنو کورنيو ته ووېشل شي.
مسوولین وايي، دا مرستې به د يوه کورني خیریه بنسټ، د طالبانو تر ادارې لاندې د شهيدانو، معلولينو او کډوالو چارو وزارتونو په همکارۍ مستحقو کورنيو ته ورسېږي.
د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، د دې پروګرام ګټهاخيستونکي هغه کورنۍ دي چې اړمن کسان، د شهيدانو پاتې کورنۍ، معلولین او يو شمېر کډوال پکې شامل دي. د دې اقدام موخه د راتلونکو مياشتو تر مخه د زيانمنو کورنيو د خوړو ملاتړ ښودل شوی دی.




