اقتصادمهم خبرونه

۱۸۳ د پرمختيايي پروژو په پروان ولايت کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

د طالبانو د کليو، بيارغونې او پراختيا وزارت اعلان کړی چې ۱۸۳ پرمختيايي پروژې د پروان ولايت د سالنګ او شينوارو په ولسواليو کې د ۲۷۰ ميليونه افغانيو په لګښت بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې دي. د دې ادارې په وينا، يادې پروژې د پرمختيايي برخو بېلابېلې څانګې رانغاړي او اوس د سيمې اوسېدونکو ته سپارل شوې دي.

ملا عبداللطيف منصور، د طالبانو د کليو، بيارغونې او پراختيا وزير، د دغو پروژو له بشپړېدو هرکلی کړی او ويلي يې دي چې دا اداره د خلکو د اړتياوو پوره کولو او بنسټيزو پروژو د پلي کولو ژمنه لري. نوموړي ټينګار کړی چې د پرمختيايي پروګرامونو عملي چارې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې روانې دي.

په عين حال کې، نوموړي د سترو اقتصادي پروژو لکه د قوش‌تپې کانال او د کجکي بند يادونه کړې او هغه يې مهمې زيربنايي طرحې بللې دي. د قوش‌تپې کانال په شمالي سيمه کې د کرنيزو ځمکو د خړوبولو لپاره د اوبو د لېږد په موخه جوړېږي، او د کجکي بند په هلمند ولايت کې د برېښنا توليد او د اوبو مديريت له مهمو تاسيساتو شمېرل کېږي.

خو له دې سره، سره چې د طالبانو اداره د پرمختيايي پروژو د پراختيا خبره کوي، د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې ګڼ شمېر وګړي لا هم د لومړنيو خدماتو، بې‌کارۍ او اقتصادي ستونزو له کمښت څخه شکايت لري. شنونکي باور لري چې د بودجې روڼتيا، خپلواک نظارت او د پروژو عادلانه وېش هغه موارد دي چې د عامه باور د ترلاسه کولو او دوامدارې ودې لپاره جدي پاملرنې ته اړتيا لري.

د طالبانو د ادارې چارواکو له خلکو غوښتي چې د عامه تاسيساتو په ساتنه او پالنه کې همکاري وکړي، څو دا پروژې د اوږدې مودې لپاره د استفادې وړ پاتې شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button