په کندهار کې ۳۴۰ د پولیسو سرتېري له روزنیز پروګرامه فارغ شول

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې ۳۴۰ تنه د پولیسو سرتېري د مسلکي او عقیدتي لنډ مهاله روزنیز پروګرام له بشپړولو وروسته، د کندهار د پولیسو له روزنیز مرکز څخه فارغ شوي دي.
د دغه وزارت په وینا، یاد پروګرام د تعلیم او تربیې عمومي قوماندانۍ تر څارنې لاندې ترسره شوی او مسوولینو ټینګار کړی چې د پولیسو د ظرفیت لوړولو، مسلکي مهارتونو پیاوړتیا او د کار د کیفیت د ښه والي په هدف د روزنې برنامې به دوام ولري.
په د فراغت مراسمو کې ګډونوالو ته تصدیقلیکونه ورکړل شوي او اړوند مسوولینو ورته اړینې لارښوونې وړاندې کړي دي. د طالبانو اداره تراوسه د روزنیزو موادو، د پروګرام دقیقې مودې او د کیفیت د ارزونې څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي؛ یو داسې موضوع چې د امنیتي ځواکونو د روزنې او مسلکي کېدو د بهیر د شفافیت په اړه پوښتنې راولاړوي.
کندهار د هېواد له مهمو جنوبي ولایتونو څخه شمېرل کېږي او د پولیسو روزنیز مرکزونه په دې ولایت کې په وروستیو کلونو کې د نویو سرتېرو د جذب او روزنې په برخه کې مهم رول لوبولی دی.




