په تخار کې د آمو سیند د غاړو د فرسایش د مخنیوي نهم پړاو د ۸۱ میلیونو افغانیو په لګښت پیل شو

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت اعلان کړی چې د آمو سیند د غاړو د تحکیم پروژه د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ په یتیمتپه سیمه کې بشپړه شوې او هممهاله یې د دې پروژې نوی پړاو هم پیل شوی دی. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د دې پروژې د اتم پړاو لګښت له ۶۵ میلیونو افغانیو ډېر و او د نهم پړاو لپاره هم له ۸۱ میلیونو افغانیو ډېر بودیجه ځانګړې شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د پروژې اتم پړاو یو کیلومتر اوږدوالی او ۲۲ متره پلنوالی لري، چې ټول لګښت یې د اوبو او برېښنا وزارت له لوري ورکړل شوی دی. دا پروژه د آمو سیند د غاړو د فرسایش د مخنیوي او د سیلابونو له ګواښونو د سیمې د خوندیتوب په موخه پلي شوې ده.
همدارنګه، د دې طرحې نهم پړاو چې ۱۱۵۰ متره اوږدوالی لري، د همدې وزارت له انکشافي بودیجې څخه تمویلېږي. آمو سیند د هېواد په شمال کې له مهمو اوبو سرچینو څخه ګڼل کېږي او په وروستیو کلونو کې د دې سیند د غاړو فرسایش د ځایي اوسېدونکو د اندېښنې لامل شوی دی.
سره له دې چې د یادې پروژې بشپړېدل اعلان شوي، کارپوهان تل ټینګار کوي چې د انکشافي بودیجو د مصرف شفافیت او د کار د کیفیت دقیق نظارت باید د طالبانو د ادارې یو اساسي مسؤلیت وي. دا هغه موضوع ده چې ډېر ښاریان د بنسټیزو پروژو په اړه د لا زیات حسابورکونې غوښتنه لري.




