ټولنه‌یزدوهم سرلیکمهم خبرونه

په ختيځ افغانستان کې د دوه ميليونه يورو مرسته‌يي پروژه پيل شوه

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره (یونیسف) او د ملګرو ملتونو د خوراک او زراعت اداره (فاو) اعلان کړی چې د فرانسې په مالي ملاتړ یې د دوه میلیونه یورو په ارزښت يوه ستره بشري پروژه د ختيځ افغانستان د زلزله‌ځپلو کورنيو لپاره پيل کړې ده.

د خپرو شوو معلوماتو له مخې، دا مرسته د فرانسې د «غذايي امنيت او تغذيې نوښت» له لارې تمويل شوې ده. د دې پروګرام اصلي موخه د هغو کورنيو عاجلو اړتياوو ته رسېدل دي، چې د تېرې مياشتې د زلزلې له امله د کنړ او ننګرهار ولايتونو کې متضررې شوې دي.

د دې دوو ادارو په وينا، شاوخوا ۵۱ زره او ۸۷۰ کسان به په مستقيم ډول له دې پروژې څخه ګټه واخلي او اټکل کېږي چې نېږدې ۱۹۰ زره نور کسان به هم په غير مستقيم ډول د دې خدماتو څخه برخمن شي.

یونیسف ويلي، د دې پروګرام فعاليتونه زياتره په د کنړ ولايت د نورګل او چوکۍ ولسواليو او د ننګرهار د دره‌نور ولسوالۍ کې متمرکز دي. د ماشومانو د تغذيې د کمبود درملنه، مورانو ته د تغذيې مشورې ورکول، د پاکو څښاکي اوبو برابرول او د ځوانانو د مهارتونو لوړول د دې پروژې له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button