اقتصادمهم خبرونه

د سرپل او جوزجان ولايتونو کې د سوداګريزو مارکيټونو د جوړېدو طرحه تصويب شوه

د طالبانو د ادارې اقتصادي مرستياليتوب رياست اعلان کړی چې د سرپل او جوزجان ولايتونو لپاره د دوو سوداګريزو مارکيټونو د جوړېدو طرحه تائيد شوې ده. د يادې ادارې په وينا، دغه پروژې به د شارواليو اړوندو ځمکو کې پلي کېږي.

د خپرو شويو معلوماتو له مخې، په د سرپل ولایت د ګوسفندي ولسوالۍ کې به يو دوه پوړيز سوداګريز مارکيټ جوړ شي چې ۱۴۸ دوکانونه به ځای پر ځای کړي. دا پروژه به د دې ولسوالۍ د شاروالۍ په اړوند ځمکه کې عملي کېږي.

همدارنګه، د جوزجان ولایت په مرکز کې د درېيمې ناحيې په حدودو کې به يو پنځه پوړيز سوداګريز مارکيټ د شاروالۍ په ځمکه جوړېږي چې ۷۹ دوکانونه به پکې شامل وي. تر اوسه د دغو پروژو د لګښت او مهال وېش په اړه جزئيات نه دي ورکړل شوي.

سوداګريز مارکيټونه معمولاً د کاري فرصتونو د زياتېدو او د ښارونو اقتصادي فعاليتونو د پياوړتيا سبب ګرځي. خو د سيمې اوسېدونکي تمه لري چې د طالبانو اداره يوازې د طرحو په اعلان بسنه ونه کړي او د شفافيت، د کار د کيفيت او د دوکانونو د عادلانه وېش په اړه هم ځواب ورکوونکې وي، ترڅو دغه پروژې رښتينې توګه د خلکو اقتصادي وضعيت ته وده ورکړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button