په مسکو کې د لاوروف او رودریګز لیدنه؛ د اختلافاتو د دیپلوماتیک حل ټینګار

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په مسکو کې له خپل کوبایي سیال برونو رودریګز سره د لیدنې پر مهال له امریکا غوښتنه وکړه چې د کوبا په اړه له احتیاطه عمل وکړي او د دې هېواد د سمندري محاصرې له هر ډول طرحې څخه ډډه وکړي. نوموړي ټینګار وکړ چې مسکو به د هاوانا د امنیت په خوندیتوب کې ملاتړ ته دوام ورکړي.
لاوروف همدارنګه هغه تورونه رد کړل چې د روسیې او کوبا همکاري د واشنګټن یا نورو هېوادونو لپاره ګواښ ګڼي. د ده په وینا، د دواړو هېوادونو اړیکې د دوه اړخیزو همکاریو په چوکاټ کې تعریف کېږي او دا باید د نورو پر وړاندې د ګواښ په توګه ونه لیدل شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې ټول اختلافات باید د خبرو او نظر تبادلې له لارې حل شي. هغه د لا ډېرو کړکیچونو د مخنیوي لپاره د دیپلوماتیکو لارو د اهمیت یادونه وکړه.
په همدې مهال، برونو رودریګز وویل چې متحده ایالات پر هاوانا فشارونه راوړي، چې د ده په وینا، له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي. نوموړي زیاته کړه چې د کوبا خلک له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د واشنګټن د تګلارو له امله د هېواد وضعیت نور هم خراب شوی دی.
رودریګز د مسکو او هاوانا اړیکې تاریخي او ستراتیژیکې وبللې او په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو د همکارۍ د دوام غوښتنه وکړه. کوبا له څو لسیزو راپدېخوا د امریکا متحده ایالاتو تر بندیزونو لاندې ده او له روسیې سره یې نږدې اړیکې ساتلې دي.




