د خوړو نړيوال پروګرام د رمضان په مياشت کې له اړمنو افغانانو سره د مرستو د دوام ژمنه وکړه

د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) د رمضان مياشت د رارسېدو له امله ويلي دي چې له خپلو شریکانو سره په همکارۍ به د افغانستان اړمنو کورنيو ته د مرستو لړۍ دوام ولري. دغه اداره د چهارشنبې په ورځ (د دلو ۲۹مه) په خپل ایکس پاڼه کې ليکلي چې د دغو مرستو موخه دا ده چې د رمضان په مياشت کې کورنيو ته د خوړو په تهيه کولو کې مرسته وشي.
دغه سازمان هيله څرګنده کړې چې د رمضان مياشت دې د افغانانو لپاره د سولې، تفکر او هيلې پيغام وي. د خوړو نړيوال پروګرام د هغو مهمو بشردوستانه بنسټونو له ډلې دی چې په تېرو کلونو کې يې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د بېړنيو خوړو مرستې چمتو کړي دي.
په همدې مهال، د کډوالو نړيوال سازمان (IOM) هم د رمضان د مياشت په مناسبت د همدردۍ، د زیانمنو اقشارو د ملاتړ او د سولې او يووالي د روحيې د پياوړتيا پر ارزښت ټينګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د طالبانو د ادارې له بيا واکمنېدو وروسته له يوې ژورې اقتصادي بحران او د نړيوالو مرستو له جدي کمېدو سره مخ شوی دی. پراخې محدوديتونه، زياتېدونکې بېروزګاري او د هېواد د ادارې جوړښتي ستونزې لامل شوي چې ميليونه کسان د خوړو له کمښت، روغتيايي خدمتونو ته له محدود لاسرسي او د ژوند او استوګنې له جدي ستونزو سره مخ شي؛ يوه وضعه چې د دوامدارو او اغېزمنو بشري مرستو اړتيا نوره هم روښانه کوي.




