مهم خبرونهنړیوال

د بریتانیا پولیس د جفري اپستين له ۸۷ الوتنو څېړنه کوي

د بریتانیا پولیس وايي چې د امریکایي جنسي مجرم جفري اپستين د بریتانیا د هوایي ډګرونو له کارونې سره تړلې ادعاوې څېړي. دا ګام وروسته له هغې اخیستل شوی چې د بریتانیا پخواني لومړي وزير ګورډن براون ادعا وکړه چې اپستين د اسيکس په سټېنستيډ هوايي ډګر کې د “نجونو د لېږد” لپاره کار اخیستی و.

د ګارډين ورځپاڼې د راپور له مخې، د بریتانیا پولیسو خپلې پلټنې د اپستين له دې هېواد سره د احتمالي اړیکو په اړه پراخې کړې دي او لومړی ځل یې تأیید کړې چې د هغه له لسګونو شخصي الوتنو څخه د بریتانیا د هوایي ډګرونو پر لور یا له هغو څخه د وتلو په اړه څېړنه کوي.

یو لوړپوړي پولیس چارواکي ګارډين ته ویلي چې له دې سره چې د اپستين اړوند میلیونونه اسناد خپاره شوي، تمه ده د بېلابېلو کسانو او ادارو پر ضد نوې پراخې ادعاوې مطرح شي. دغه سرچینه خبرداری ورکړی چې له اسنادو د افشا کېدو وروسته کېدای شي “د ادعاوو سونامي” رامنځته شي.

د بي بي سي د یوې څېړنې له مخې چې د دسمبر په میاشت کې خپره شوه، له ۱۹۹۰مو کلونو له پیل څخه تر ۲۰۱۸ پورې، د اپستين له نوم سره تړلې ۸۷ الوتنې د بریتانیا له هوایي ډګرونو څخه یا هغو ته ترسره شوې دي. دا موندنې د هغه مهال د ناظرو او مسؤلو ادارو د څارنې کچې په اړه پوښتنې راولاړې کړې دي.

وروسته له هغه چې ګارډين څرګنده کړه د بریتانیا د ملي پولیسو د مشرانو شورا (NPCC) یوه ملي ډله جوړه کړې چې د اپستين له نوو خپرو شوو اسنادو سره تړلو ادعاوو د ارزونې په برخه کې د پولیسو ملاتړ وکړي، د اسيکس پولیسو رسمي اعلامیه خپره کړه. پلټنې لا هم روانې دي او چارواکو ویلي که کره شواهد وموندل شي، نور ګامونه به پورته کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button