مهم خبرونهنړیوال

د پيرو ولسمشر د پټو ليدنو له رسوايۍ وروسته له دندې ليرې شو

د پيرو کانګرس د دغه هېواد ولسمشر «خوزه جري» يوازې څلور مياشتې وروسته له خپلې دندې پيل څخه، د يوه چینايي سوداګر سره د پټو ليدنو د افشا کېدو له امله له دندې ليرې کړ. دا پرېکړه د يو رسمي غونډې او د استازو له رای ورکولو وروسته وشوه.

د رای ورکولو د پايلو له مخې، د کانګرس ۷۵ غړو د هغه د ليرې کولو په حق کې، ۲۴ استازو مخالفت وکړ او درې تنو بې طرفه رای ورکړه. دا رای ورکول د سياسي فشارونو او د ولسمشر د کړنو د شفافيت په اړه د زياتېدونکو انتقادونو له امله ترسره شو.

د پيرو د اساسي قانون له مخې، د کانګرس رئيس به تر هغو د موقتې ولسمشرۍ دنده پر غاړه ولري تر څو چې عمومي ټاکنې ترسره شي. ټاکل شوې ده چې د دغه هېواد عمومي ټاکنې د اپريل پر ۱۲مه وشي.

د جري له ليرې کېدو سره، هغه د پيرو درېيم ولسمشر شو چې پرله‌پسې توګه له خپلې دندې ګوښه کېږي؛ يو حالت چې د دې لاتين امريکايي هېواد د سياسي بې‌ثباتۍ دوام ښيي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button