د کابل اوسېدونکي د روسيې سفارت شاوخوا د کانکريټو د خنډونو لرې کېدو غوښتنه کوي

يو شمېر د کابل هغه اوسېدونکي چې د روسيې سفارت شاوخوا سيمو کې ژوند کوي، د دې ديپلوماتيکې استازولۍ له چاپېره د کانکريټو د خنډونو لرې کېدو غوښتنه کړې ده. هغوی وايي، د دغو خنډونو دوام د خلکو ورځنی تګ راتګ له ستونزو سره مخ کړی او د کورونو، دوکانونو او اصلي سړکونو ته لاسرسی یې محدود کړی دی.
د سيمې اوسېدونکي وايي، د سړک يوې برخې تړل کېدل خلکو ته دا ستونزه پيدا کړې چې د اصلي لارو ته د رسېدو لپاره اوږدې لارې ونیسي. خليل، چې د سيمې يو اوسېدونکی دی، وايي، که دغه خنډونه لرې شي، د تګ راتګ لاره به لنډه شي او اوسېدونکي به اړ نه وي چې اوږده واټنونه تاو کړي.
د وسائطو موټر چلوونکي هم د ترافيکي ګڼه ګوڼه او د لارو اوږدېدو له امله شکايت لري. هغوی وايي، د دې خنډونو له کبله اړ دي بديلې لارې وکاروي، چې دا چاره د وخت ضايعه، د تېلو زيات مصرف او زياته ستړيا رامنځته کوي.
تر دې مخکې، د طالبانو د کورنيو چارو وزارت ويلي و، چې په کابل کې د کانکريټو د خنډونو لرې کولو بهير روان دی او له ډېرو سيمو دا ديوالونه لېرې شوي دي. خو د دې خنډونو دوام په ځينو برخو کې، په ځانګړي ډول د روسيې د سفارت شاوخوا، د دې بهير د همغږۍ، شفافيت او لومړيتوبونو په اړه پوښتنې راپورته کړې دي؛ هغه موضوع چې اوسېدونکي د روښانه ځواب غوښتونکي دي.
د کانکريټو خنډونه په تېرو کلونو کې د امنيت د ټينګښت لپاره د کابل په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د سفارتونو او مهمو تاسيساتو شاوخوا ايښودل شوي وو. خو اوسېدونکي همېشه په خپلو ورځنيو چارو د دغو خنډونو ټولنيزو او اقتصادي اغېزو ته اشاره کوي او وايي چې د امنيت ټينګښت بايد د ښار د پراخ لاسرسي د محدودېدو په بيه تمام نه شي.




