مهم خبرونهنړیوال

په آستانه کې د افغانستان په اړه د سيمه‌ييز تماس ډلې ځانګړې ناسته وشوه

د افغانستان په اړه د سيمه‌ييز تماس ډلې فوق‌العاده ناسته تازه د آستانې په ښار کې ترسره شوه. په دې ناسته کې د قزاقستان، قرغېزستان، ازبکستان او تاجکستان استازو د افغانستان سره د سيمه‌ييزو تعاملاتو او همکاريو د لارو چارو په اړه خبرې وکړې.

د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي په امور افغانستان، يرکين توکوموف، اعلان وکړ چې هېواد يې د افغانستان په تړاو خپله تګلاره بدله کړې ده. د هغه په وينا، آستانه نور افغانستان يوازې د امنيتي ګواښونو له نظره نه ګوري، بلکې هڅه کوي چې دغه هېواد د فرصتونو له نظره هم وڅېړي.

هغه ټينګار وکړ چې سياسي، اقتصادي، تجارتي او ترانزيتي اړیکې باید پياوړې شي او ویې ویل چې افغانستان کولای شي د منځنۍ او جنوبي آسيا ترمنځ د يوې ستراتيژيکې پل په توګه رول ولوبوي. افغانستان له جغرافيايي پلوه په داسې موقعيت کې پروت دی چې د سيمې د بازارونو او ترانزيتي شبکو د نښلېدو لاره اسانه کولای شي.

په همدې حال، د ازبکستان ځانګړي استازي په امور افغانستان، عصمت‌الله ارگاشف، څرګنده کړه چې د منځنۍ آسيا هېوادونه پلان لري خپلې ګډې پروژې په افغانستان کې پرمخ يوسي او سيمه‌ييزې همکارۍ نوره هم پراخه کړي.

د دې ناستې جوړېدل دا څرګندوي چې د افغانستان ګاونډيان د سيمه‌ييزو همکاريو له فرصتونو څخه د ګټې اخيستو لپاره يو ډول اجماع ته رسېدلي دي. دا هېوادونه هيله لري چې د ګډو پروژو د پراختيا له لارې د سيمې ثبات، اقتصادي همغږي او په افغانستان کې د دوامدارو پراختيايي پروګرامونو پرمختګ ته لاره هواره کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button