مهم خبرونهنړیوال

هيلري کلينټن: د طالبانو تګلارې د ښځو د ځپلو يو خطرناک مثال دی

هيلري کلينټن، د امريکا متحدو ايالتونو پخوانۍ د بهرنيو چارو وزيره، په يوه مقاله کې چې د “فارن افيرز” په نوم معتبرې مجلې کې خپره شوې ده، د طالبانو واکمني په افغانستان کې «د ښځو پر وړاندې د افراط‌ګرۍ تر ټولو توره بېلګه» بللې او خبرداری يې ورکړی چې دا تګلاره کېدای شي په نړۍ کې د ديموکراسۍ د کمزوري کولو لپاره يو خطرناک مثال واوسي.

کلينټن په دغه ليکنه کې چې عنوان يې «د ښځو حقونه، د ديموکراټيک حقونو يوه برخه ده» دی، ټينګار کړی چې طالبان له واک ته د رسېدو وروسته، په خپلو لومړنيو ګامونو کې ښځې له ټولنيزې او عامې ژوند صحنې لرې کړې. د هغې په وينا، د ښځو پر زده کړو، کار او ټولنيز حضور د محدوديتونو لګول نه يوازې پراخه بشري حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې د سياسي ګډون او حساب‌ورکونې بنسټونه هم کمزوري کوي.

هغې د طالبانو د چارواکو دا ادعا رد کړې چې ګواکې دغه محدوديتونه د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ ولاړ دي. کلينټن زياته کړې چې په يو شمېر اسلامي هېوادونو کې اسلام او ديموکراټيکه جوړښتونه يوځای شتون لري او يو له بل سره په ټکر کې نه دي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو اداره تل خپلې تګلارې «د شريعت مطابق» بللې دي.

کلينټن همدارنګه خبرداری ورکړی چې يو شمېر استبدادي مشران په نړۍ کې د افغانستان وضعيت له نږدې څاري، تر څو زده کړي چې څنګه کولای شي د ټولنې د نيمايي برخه له لرې کولو سره خپله واکمني د نامعلوم وخت لپاره وساتي. د هغې په باور، د ښځو د حقونو کمزوري کول په مستقيم ډول د واک تمركز د يوې محدودې ډلې په لاس او د سياسي حساب‌ورکونې په کمېدو تمامېږي.

دغه امريکايي ديپلومات په خپله مقاله کې د ايران د ښځو حالت ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي چې راپورونه خپاره شوي دي چې د هغو ښځو د نيونې او چلند پېښې زياتې شوې دي، چې له د حجاب له مقرراتو سره مخالفت کوي. هغې ادعا کړې چې استبدادي حکومتونه، که سکولار وي او که مذهبي، د ښځو د حقونو په محدودولو کې ګډ ځانګړتياوې لري.

د کلينټن دا څرګندونې په داسې وخت کې خپرېږي چې تيره ورځ د طالبانو د مخابراتو وزير ادعا وکړه چې نارينه ډاکټران د ښځو لپاره «محرم» بلل کېږي او پوره شرعي واک لري چې د هغوی معاينه وکړي. دا خبرې د ښځو د حقونو د فعالانو پراخ غبرګونونه پارولي او يو ځل بيا يې د ښځو پر ضد د محدودو کوونکو پاليسيو د دوام اندېښنې زياتې کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button