امنیت او پېښېمهم خبرونه

فصیح‌الدین د ۳۱۳ قول اردو د فارغانو په مراسمو کې د «کفارو پر وړاندې چمتووالي» ټینګار وکړ

قاري فصیح‌الدین فطرت، د طالبانو د حکومت د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز، د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د ۱۵۳ تنو د فارغانو په مراسمو کې پر هغه څه ټینګار وکړ چې هغه یې «د کفارو پر وړاندې چمتووالی» وباله، او ویې ویل چې دا چمتووالی پر هر مسلمان «فرض» دی.

نوموړي په دغو مراسمو کې، چې د ۳۱۳ قول اردو په مرکز کې ترسره شول، وویل چې مؤمنان دنده لري له هغو کسانو سره د مقابلې لپاره چمتو وي چې د ده په وینا، د مسلمانانو یووالی، اتفاق، عزت او د اسلامي نظام ملاتړ نه زغمي. فطرت زیاته کړه چې هر فرد یا ډله چې د مسلمانانو عزت او عظمت نه شي منلی، باید د پوځي چمتووالي له لارې ورته ځواب ورکړل شي.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، دا ۱۵۳ تنه د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د تعلیمي مرکز له اتم پړاو څخه فارغان شوي دي. دغه قول اردو د طالبانو د حکومت له مهمو پوځي قطعاتو څخه ګڼل کېږي، چې مرکز یې په کابل کې دی.

د لوی درستیز دا تازه څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د طالبانو د حکومت د چارواکو له لوري د پوځي بسیج او چمتووالي پر دوامداره ټینګار، په هېواد کې د نظامي توب د فضا د دوام په اړه اندېښنې ډېرې کړې دي. د یو شمېر ناظرينو په باور، دا وضعیت کولای شي د افغانستان پر کورني ثبات او د نړیوالې ټولنې سره پر اړیکو اغېز ولري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button