په يوه ورځ کې له پاکستانه ۸۱۲ افغان کورنۍ بېرته هېواد ته ستنې شوې

د طالبانو اداره وايي، د افغان کډوالو د جبري اخراج او بېرته ستنېدو د لړۍ په دوام کې، يوازې په يوه ورځ ۸۱۲ کورنۍ چې ۴۲۱۴ تنه کېږي، افغانستان ته داخل شوي دي. دغه شمېرې د چهارشنبې، د دلو ۲۹مې ورځې دي.
حمدالله فطرت، د طالبانو د ادارې د وياند مرستيال، په يوې خبرپاڼې کې ويلي چې تر ټولو زيات بېرته ستنېدونکي د تورخم له لارې هېواد ته راغلي دي. د ده په وينا، ۵۹۱ کورنۍ چې ۳۱۵۰ تنه کېږي، له همدې لارې افغانستان ته داخل شوي دي.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، ۱۵۵ کورنۍ د کندهار د سپين بولدک له بندر، ۳۹ کورنۍ د نيمروز له پوله، ۱۹ کورنۍ د هرات د اسلام قلعه له لارې، او اته نورې کورنۍ د هلمند د بهرامچې له تګلوري هېواد ته راستانه شوي دي.
په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېسارۍ مخکې ويلي وو چې هره ورځ زرګونه افغانان له پاکستانه يا اخراجېږي او يا بېرته ستنېږي. دغه اداره خبرداری ورکړی چې ډېری ستنېدونکې کورنۍ له سرپناه، روغتيايي خدمتونو او جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
دا لړۍ په داسې حال کې روانه ده چې افغانستان له پراخ اقتصادي بحران، وچکالۍ، زلزلو او سېلابونو سره لاس او ګرېوان دی. د دې حالت سره سره، د طالبانو اداره تر اوسه د ستنېدونکو د اسکان او دوامدار ملاتړ لپاره يو روښانه او اغېزمن پلان نه دی وړاندې کړی، چې دا موضوع د تازه ستنېدونکو کورنيو د فقر او بېسرنوشتي په اړه اندېښنې زياتې کړې دي.




